جلال اباد د دوښمن د سترګو اغزی
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

جلال اباد کې د فبرورۍ د ۱۹ نېټې پېښه چې هغې کې د روستیو راپورونو له مخې ۳۸ تنه شهیدان او څه له پاسه ۷۰ تنه ټپیان شول ، پخپل ډول کې بیخي خونړۍ پېښه ګڼل کېږي . اوه تنه طالبان د هېواد د امنیتي ځواکونو په جامه کې د جلال اباد ښار تر ټولو دنګې او مدرنې ودانۍ یانې کابل بانک ته ورننوځي ، د بانک ساتونکي وژني او درې تنه يي د بانک په انګړ کې ځانونه الوځوي او داپېښه رامنځته کوي چې ډيری قربانیان يي د ننګرهار عام وګړي دي .

ننګرهار او په تېره بیا جلال اباد ښارچې د سوله پالو او هېوادپالو ننګریانو په مټ هېواد کې نسبتآ امن ځای دی ، تل د افغانستان د تاریخي دوښمنانو د سترکو اغزی ګڼل کیږي .      

ننګرهار د هېواد د هر بل ځای مخکې په ۱۳۵۰ کلونو کې د شهید سردار محمد داود د واکمنۍ په مهال د ای ایس ای او پنجابي پوځي یرغلګرو د شومو چلوټو او توطیو هدف وګرځيد . مذهبي ترهګر او توند لارې چې د پېښور په بالاحصار کې د نصیرالله بابر لخوا روزل شوي او وسلوال شوي وو ، د ننګرهار د کامې ، سره رود ، کوزکونړ ، خوګیاڼيو او شینوارو په ولسوالیو کې يي ، ښوونکي ووژل ، له ځینو يي غوږونه او پزې غوڅې کړي او په ځینو يي په وچه سرونه وښرییل . له ننګرهار او کونړ روسته بیا لغمان او پنجشېر ته ورشېوه شول او له همغه مهاله يي په ټول افغانستان کې  د مذهبي توندلارۍ او بېلارۍ او شرارت تخم وکاره .

افغانستان د ننګرهار له لارې د ۵۰ کلونو په پای کې د ای ایس ای د استادانو سي ای ای ( CIA  ) تر مستقیم نظر او ګواښ لاندې راغی . د ولسمشر جیمي کارتر او روسته بیا د ریګن ستر سلاکار بریژنسکي هغه  لومړی امریکايي و ، چې د خیبر په دره کې يي د ټوپک له میلې څخه د افغانستان د اوضاعو جارج واخیست ، ای ایس ای او مجاهدین  يي په شا وټپول او د افغانستان په ورانۍ کې يي هغوی ته د هر ډول مرستې سینه ووهله .

کوم جهاد چې د نصیرالله بابر لخوا د شهید سردار داود خان د واکمنۍ پر وړاندې پيل شوی و ، د بریژنسکي لخوا خپل بشپړتیايي دوهم پړاو ته ورپورته شوو او په دغه ټوله لوبه کې ننګرهار او جلال اباد د هېوادپالو او پنجابپالو ، سوله پالو او جګړه مارو ، د پرمختګ او روڼ اندو او د شاتګ او مذهبي متحجرو ترمنځ د ټکر او مبارزې سنګر او مورچل وو .

د ننګرهار هره لوټه او ډبره ؛ هره دېره او حجره  ؛ هر کلی ، بانډه او دره د پنجابیانو او د هغوي د تالي څټو د توی شویو او بهیدلو وینو حکایه کوي .

پنجاب د ټولو ماتو او رسواییو سره سره ، د افغانستان په وړاندې له یرغل څخه لاس وانه خیست او په ۱۳۶۷ کال د کب په ۱۶ مه يي د جلال اباد په لور مستقیم یرغل پيل کړ . ددې یرغل په اړه د افغانستان پخواني او شهید جمهور ریس ډاکټر نجیب الله په ۱۳۶۸ کال د ثور میاشتې په لویه جرګه کې د خپلې وینا په یوه برخه کې وايي « د پاکستان پوځی مقاماتو یوخوا د افراطیونو وسله والی تقویی ته لاس اچولی او بلخوا خپل پوځی ځواکونه د افغانستان پولوته نژدی کوی . اوس د پاکستان عسکری فرقی او ملیشه او سعودی اجیران د جلال آباد پر خلاف جنګ کی عملا ً برخه اخلی او د جبهی تر شا، د پاکستان د یولسمی او اتلسمی فرقی لخوا یی کمک او ملاتړ کیږی . »

هیڅوک تاریخ  په تېره بیا په ۲۱ مه پيړۍ کې په بډه نشي وهلای . وګورۍ د یوه نجیب او سپيڅلي افغان د هغه مهال څرګندونې نن د پاکستان واکمنان په خپله خوله بیانوي «  تاند د فبروري٢٠ : ولسمشر اصف علي زرداري په اسلام اباد کې د يوې وينا پر مهال له ځينو هغو رازونو پرده پورته کړه چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د جگړو د اوږديدا سبب شول .

 

ښاغلي زرداري وويل د دۀ ميرمن بېنظير بوټو چې هغه وخت ( ١٩٨٩ ) د پاکستان لومړۍ وزيره وه له دې سره سخته مخالفه وه چې پر جلال اباد دې د افغان مجاهدينو له خوا بريد وشي .

 

پاکستاني ولسمشر زياته کړه چې د دۀ ميرمن هغه وخت يوازې پاتې شوه او ځينو کسانو يې خبره ونه منله او ويې ويل چې په يوې اوونۍ کې به جلال اباد او په ٢٥ ورځو کې به کابل نيسي .

 

ښاغلي زرداري د دغو کسانو نوم وانه خيست خو ويې ويل چې دغه کسان هغه وخت د ادارو پر مهمو څوکيو ناست ول.

 

په پاکستان کې د " ادارو " کلمه عمومآ پوځ ، اى ايس اى او د استخباراتو نورو څانگو ته کاريږي . ولسمشر زرداري په دې پريکړه کې د امريکايانو لاس هم ياد کړ او ويې ويل چې امريکايان هم وو »

که څه هم زرداري غوښتي چې خپله میرمن بینظیر بوټو او د پيپل ګوند نور واکمنان په دغو پېښو کې سپين چرګان وښۍ ، خو ټول پوهیږي چې د زرداري د ګوند لوړپوړو چارواکو لاسونه هم د افغانانو په وینو ککړ دي .  

همدارنګه د ۲۰۰۸ کال د مۍ په میاشت کې یو مرکچي د حاجي ولي محمد په نوم اسلام اباد کې د ریاض محمد خان سره چې د پاکستان د باندینیو چارو وزارت منشي و مرکه کړې وه ، نوموړی د مرکې یوه برخه کې وايي «  د داکتر نجيب الله د لوري موږ ته يو شمېر د سولي وړانديزونه راغلل، خو مجاهدينو نه منل . د پاکستان پخواني ولسمشر غلام اسحاق خان هم د ټولټاکنوپه  اړه څووړانديزونه  ورکړل خو مجاهدينو يو لا هم ونه مانه . موږ په افغانستان کي د يوه عبوري  حکومت د جوړولو پرېکړه کړېوه، د جلال آباد د جنګ ناکامى دا کار د خنډ سره مخامخ کړ. »

د رسنیو د روستیو مالوماتو له مخې ، هند د کشمیر له سنګر څخه خپل یو څه پوځونه ایستلي . پنجاب ته بیا ښه مهال په لاس ورځي  چې دوی هم له کشمیر څخه د هند په وړاندې خپل پوځونه وباسي او هغه د افغانستان په لور ځای پرځای کړي . د افغانستان په لور د پنجاب د همدغو پوځونو د ځای په ځای کولو پلان سره سم ، د جلال اباد ، خوست او کندهار په دریواړو جبهو کې د ترهګرو فعالیت زیاتیږي او د کابل د سیټي سنټر د روستۍ پېښې ترڅنګ په دریواړو ولایتونو کې موږ د روستیو خونړیو پېښو شاهدان یو .

که جلال اباد او یا د افغانستان هر بل ښار په اور کې سوځي ، پنجاب ځان په هیڅ بیه له ګنا او ختا نشي بچولای . د افغانستان په هره ورانۍ کې د نورو ترڅنګ د پنجاب لاس حتمي دی .

اخځونه :

بېلا بېلې بریښپاڼې

د ۲۰۱۱ کال د فبروري ۲۰ مه


February 20th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات